World News in Pashto

افغان ۱۹ کلن کرکټ ټیم د نیوزلینډ یو ځايي ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي سیالۍ کې د نیوزلینډ یوې ځايي لوبډلې سنټرال ډېسټرېکټ اېلېون ته ماتې ورکړه.


د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله دا وخت نړیوال جام ته د ښې تیارۍ لپاره په نیوزلینډ کې په تمریناتو او سیالیو بوخته ده.


د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام د راتلونکي میلادي میاشتې په ۱۳مه نېټه په نیوزلېنډ کې پیلېږي.


د دغه جام د پیل لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر سره کېږي.

Читайте на сайте