World News in Pashto

د هند په ممبۍ کې اورلګېدنې ۱۵ تنه وژلي

د هندوستان په ممبۍ ښار کې د دفترو او ریسټو رانټونو په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي.


په وژل شویو کې ډېر یې هغه مېرمنې دي چې دغلته یې د زوکړې یوه کالیزه لمانځله.


اور د یوې څلور پوړیزې ودانۍ په دریم پوړ کې ولګېده چې لسګونه کسان یې ټپیان کړې هم دي.


د چارواکو په وینا د اور وژنې ډلې سیمې ته د اور د کابو کولو لپاره استول شوي دي.


تر اوسه پورې ددې اورلګېدنې علت هم روښانه نه دی.

Читайте на сайте