World News in Pashto

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د وضعیت په اړه ډیالوګ وشو

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د موجوده وضعیت په اړه ډیالوګ ترسره شو.


په دغه ډیالوګ کې پر کرکټ بورډ سربېره د نورو ورزشي سازمانونو چارواکو هم برخه اخيستې وه.


د دغه بحث ګډونوالو وویل چې په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم کرکټ مخ په ودې دی.


د ډیالوګ ګډونوال او د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس نورمحمد مراد وویل چې په ټوله کې ورزش د افغانونو ترمنځ په یووالي کې مهم رول لوبوي.


دغه ډیالوګ د یوې ورځې لپاره د افغان ورزشي خبریالانو د سازمان له خوا جوړ شوی و.

Читайте на сайте