World News in Pashto

بلغاریا د اروپايي ټولنې دوره یي مشرتوب پر غاړه واخیست

د نوي میلادي کال په پیل سره بلغاریا د اروپايي ټولنې دوره یي مشرتوب پر غاړه واخیست.


دا د بالکان د سیمې لومړنی هېواد شو چې د شپږو میاشتو لپاره به د اروپايي ټولنې مشري کوي.


د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ بلغاریا په استونیا کې د اروپايي ټولنې د دوره یي مشرتابه مسؤلیت په رسمي توګه واخیست.


بلغاریا په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شوه او تمه کېږي چې په اروپايي ټولنه کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د شمولیت مسئله هم مطرح کړي.


بلغاریا په خپله په دې هېواد کې د اقتصادي مسئلو او د اداري فساد د لوړې کچې له کبله د اروپايي ټولنې له انتقادونو سره مخ ده.


ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې مشران د می په میاشت کې د بالکان د هغو هېوادونو له مشرانو سره وګوري چې له اروپايي ټولنې سره یو ځای کېدو ته لیوال دي.

Читайте на сайте