World News in Pashto

چارواکي: په ارزګان کې ګڼې سیمې له طالبانو تصفیه شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د عملیاتو پر مهال ۴۱ وسله وال طالبان مړه او ټپيان شوي دي.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د سې

شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ګڼې سیمې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.


نوموړي زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې ۳ افغان سرتېرې هم ټپيان شوي دي.


وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте