World News in Pashto

چارواکي: عملیاتو د فاریاب په دولت اباد کې ۲۵ طالبان وژلي

د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د ۳ قوماندانانو په شمول ۲۵ وسله‎وال طالبان وژلي دي.


د دې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال نصرت الله جمشیدي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې وشول.


دی وايي:


"تېره شپه د هېواد هوايي ځواک د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په ملاتړ د فاریاب ولایت په دولت‎اباد ولسوالۍ کې پر دښمنانو هوايي عملیات وکړل چې په لړ کې یې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۵ طالبان ووژل شول."


جمشیدي دا هم وویل چې د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې عملیات دوام لري.


طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه‎دي ویلي. 


 

Читайте на сайте