World News in Pashto

د ایران او عراق پولي ته نېژدې د زلزلې سپک ټکانونه احساس شوي

د پنجشنبې په ورځ د ایران او عراق پولي ته نېژدې او د ایران په نورو سیمو کې د زلزلې یو لړ خفیف ټکانونه احساس شوي دي.


راپورونه وايي، د زلزلې ډېر ټکانونه په هغه سیمه کې وو چې د نوومبر په میاشت کې په کې یوې سختې زلزلې تر ۵۳۰ کسانو زیات وژلي وو.


د ایران دولتي ټلوېزېون ویلي چې د زلزلې په پرونیو ټکانونو کې د څلور کسانو د سرسري ټپي کېدو او په کمې اندازه د ورانۍ راپورونه ورکړل شوي دي.


د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز ویلي، د زلزلې له ټکانونو اوو ټکانونو د عراق د منادعلي ښار لړزولی دی.


دا د ایران او عراق پر پوله پروت ښار دی. د زلزلې بل ټکان د ایران د مهران سیمه لړزولی چې له منادعلي جنوب خوا ته په ۹۰ کیلومترۍ کې پروت دی.


 

Читайте на сайте