World News in Pashto

د امریکا په کلیفورنیا کې د خټو پراخو سیلابونو ۱۷ کسان وژلي

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي.

د خټو د زورورو سیلابونو دې لړۍ د کلیفورنیا ساحلي ښارګوټی مونټي سیټو Montecito ځپلی دی.

سیمه‎ییزو چارواکو پخواني راپورونه چې ګنې په پېښه کې ۴۸ کسان لادرکه شوي رد کړل.

د سانټا باربارا Santa Barbara ولسوالۍ ویندویې امبر اندرسن تائید کړه چې په پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

Читайте на сайте