World News in Pashto

چارواکي: تېره اوونۍ ۱۶ قاچاقیان د نشه‎يي موادو په تور نیول شوي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۶ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.


له نشه‎یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۶ کسان د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د لسګونو کیلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي چې دوه په‎کې ښځي دي.


له دې کسانو څخه ۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۱۸ کیلو ګرامه مورفین، ۲۵ کیلو ګرامه تاریاک، ۶۹ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه نغدې پیسې او درې موټر هم نیول شوي دي.

Читайте на сайте