World News in Pashto

د کورنیو چارو وزارت د کوپراتیف رئیس د اختلاس په شک نیول شوی

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت د کوپراتیف رئیس د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د اختلاس په شک نیول شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې جنرال انور کوهستاني د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې له‌خوا نیول شوی دی.


ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت دا جنرال د جرم له کشف وروسته، د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې مأمورینو نیولی او دا مهال تر څارنې لاندې دی.


تر دې مخکې د درنو جرمونو سره د مبارزې ابتدائیه محکمې د کورنیو چارو وزارت شپږ پخواني چارواکي چې درې تنه جنرالان هم په‌کې وو، محاکمه او محکوم کړي وو.

Читайте на сайте