World News in Pashto

د فوټبال غوره‎لیګ سیالۍ: منچسټر یونایټد استوک سیټي ته ماتې ورکړه

د انګلستان د فوټبال د غوره‎لیګ سیالیو په لړ کې تېره شپه منچسټر یونایټد استوک سیټي ته ماتې ورکړه.


د منچسټر یونایټد لوبډلې درې ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانیستله، خو استوک سیټي لوبډلې د لوبې تر پایه یو ګول هم ترسره نه‎کړ.


د اروپا د غوره‎لیګ سیالیو د جدول په سر کې منچسټر سیټي د ۶۲ امتیازونو په درلودو لومړی او منچسټر یونایټد د ۵۰ امتیازونو په لرلو په دوهم ځای کې دی.


او اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بیا تېره شپه لیګانس ۲/۳ په پایلې سره ریال بتیس ته لوبه وبایلله.

Читайте на сайте