World News in Pashto

زاخېلوال: افغان کډوال هڅوو چې وطن ته ستانه شي

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، افغان کډوال هڅوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا څرګندونې هغه په پېښور کې د افغان کډوالو تر يوې غونډي وروستو د مشال راډيو له خبریال ځلاند یوسفزي سره کړې دي.

زاخېلوال دا هم وايي چې د افغان کډوالو د واپسې په اړه د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي.

په دا وروستيو کې د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د واپسۍ خبرې تودې شوې دي.

Читайте на сайте