World News in Pashto

د اسپانیا په لالیګا سیالیو کې ریال مادرید له دیپورتیو سره لوبه کوي

د هسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید له دیپورتیو سره لوبه کوي.


دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت د شپې ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د ریال مادرید په کوربه توب پیلېږي.


دغه راز د لالیګا په نورو لوبو کې بارسلونا له ریابتیس د کابل پر وخت د شپې ۱۲ بجې او ۱۵ دقیقې د لوبې ډګر ته وځي.


د دغو سیالیو د تېرې شپې په نورو لوبو کې لاس پلماس ۲ د یو پر وړاندې والنسیا ته ماته ورکړه.

Читайте на сайте