زبېر عمر: د نقيب مسود د وژنې څېړلو لپاره دې جوډيشل کميشن جوړ کړل شي
د پاکستان د سند صوبې ګورنر زبېر عمر نن ماښام [پنجشنبه] د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د نقيب الله مسود په نوم د لګول شوي کېمپ ګډونوالو ته ويلي چې نقيب مسود بې ګناه و او دی به د هغه د وژنې په تړاو د پاکستان وزيراعظم ته د جوډيشل کميشن جوړولو سپارښتنه کوي.