World News in Pashto

د ننګرهار ديني عالمان: پر سيف د چلډرن موسسې بريد د دښمنانو کار دی

په ننګرهار ولايت کې يوې ډلې ديني علماوو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن موسسې پر دفتر وروستى بريد د افغانستان د دښمنانو کار وباله.


يوې ډلې افراطي وسله والو د چهارشنبې په ورځ پر دغه دفتر حمله وکړه.


د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس عبدالظاهر حقاني په جلال اباد کې په پرونۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې د بهرنيو استخباراتو دسيسې دې شنډې شي.


د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن پرون وويل، څومره ژر چې ممکنه وي، بېرته په افغانستان کې خپل فعاليت پيلوي.


د سيف د چلډرن موسسې نړيوالې اجرائيه مديرې هيلې تورنينګ سميت پرون روېټرز ته وويل:


"همدا چې چمتو شو ډېر ژر به افغانستان ته ستانه شو. "


سيف د چلډرن وايي، په هغه حمله کې يې ٤ کارکوونکي وژل شوي دي.


 د ننګرهار چارواکو د شااوخوا ٢٠ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړى دى.


سيف د چلډرن موسسه چې وايي، له ٤٠ کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي، د افغان ماشومانو مرستې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

Читайте на сайте