World News in Pashto

د بخښنې نړیوال سازمان د کاظمي پر اعدام غوسه څرګنده کړې

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل په ایران کې د یوه ځوان پر اعدام سخته غوسه څرګنده کړې ده.


دې سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، ۲۲ کلن علي کاظمي پرون د بوشهر ولایت په یوه زندان کې په دار وځړول شو.


پر نوموړي تور و چې په ۱۵ کلنۍ کې یې یو تن وژلی دی.


امنېسټي انټرنشنل په خپله خپرپاڼه کې زیاتوي چې علي کاظمي د هغه د وکیل له خبرتیا پرته اعدام شوی دی.


ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

Читайте на сайте