World News in Pashto

مؤحد: ۷ ورځو کې د نشه‎يي موادو ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي

د کابل ولایت د هوايي ډګر د کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.


له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کیلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کیلو ګرامه تاریاکو، ۳۶۹ کیلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لېټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي.


ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخه یې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتل یې هند ته هیروئين قاچاق کړي. 

Читайте на сайте