World News in Pashto

د اذربایجان ولسمشر د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه رامخکې کړه

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه نن دوشنبه له اکټوبره د اپرېل میاشتې ۱۱مې ته را مخکې کړه.


د اذربایجان د ولسمشر دفتر نن په دې اړه د الهام علي‌اف فرمان خپور کړ.


په فرمان کې ویل شوي چې پرېکړه د اذربایجان د اساسي قانون او د انتخاباتو د اصول‌نامې په مطابقت کې شوې ده.


د اذربایجان اساسي قانون دوه کاله مخکې د ټولپوښتنې پر اساس چې ډېره بحث پارونکې وه، تدوین شو او ولسمشر الهام علي‌اف ته یې اجازه ورکړه چې وختي انتخابات را وبولي. 


 

Читайте на сайте