وزیرستاني کډوال: افغان حکومت مو د بېرته ستنېدو مخه نه ده نیولې
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې د افغانستان دولت او خلکو يې د بېرته ستنېدو مخه نه ده نیولې، بلکې دوی په خپله پرېکړه کړې، هغه مهال به وزیرستان ته ستنیږي، چې د پاکستان حکومت لخوا د دوی د مهاجرت حقوق تضمین شي او د ښه ژوند ډاډ ترلاسه کړي.