World News in Pashto

ولسمشر غني د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره هرات ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلي دی.


ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر لیکلي دي په هرات کې به د ټاپي د پایپ لاین پرانیسته وکړي او په دې مراسمو کې به دغلته د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان څخه د ورغلو هیئتونو له مشرانو سره وګوري.


ولسمشر اشرف غني زیاته کړې چې د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال یو نوی پړاو د افغانستان په اقتصادي او کلتوري مرکز هرات کې پیلېږي.


افغان ولسمشر همدارنګه ویلي چې په هرات کې به د پاتې کېدو پرمهال دغلته له ولایتي ملکي او نظامي چارواکو او پر هرات سربېره د کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د مدني ټولنې او ښځو له استازو سوداګرو سره وګوري.


د ټاپي د پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند انتقالوي سباجمعه یې د افغانستان د برخې د کار پرانیسته کېږي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، په دې مراسمو کې به د افغانستان او ترکمنستان پر ولسمشرانو سربېره د پاکستان صدراعظم او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر برخه واخلي.

Читайте на сайте