World News in Pashto

د سوريې په غوطه کې په جلا جلا بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

د سوريې په ختیځه غوطه سیمه او شمالي ښار عفرین کې په جلا جلا بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.


د سوريې د بشري حقونو ډله وايي، په غوطه کې د روسيې الوتکو په تازه بمبارۍ کې ۳۱ کسان وژل شوي دي.


اخوا بیا په عفرین ښار کې د ترکيې ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.


ترکيې د سوريې شمالي ښار عفرین او شاوخوا سیمې کلابندې کړي دي چې کُرد وسله‎وال ترې وباسي.


څارونکو ویلي، له غوطې سیمې څخه د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰ زره کسان تښتېدلي دي.


دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له عفرین ښار څخه ۳۰ زره ملکیان وتلي دي.


 

Читайте на сайте