World News in Pashto

د زراعتي اوبو د کنټرول او د سیلابونو د مدیریت ۴ تړونونه وشول

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د زراعتي اوبو د کنټرول او د سیلابونو د مدیریت په برخه کې د ۸۶ میلیونو افغانیو په ارزښت، د څلورو بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.


د دې وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو تړون د اوبو او انرژۍ د وزیر او یو شمېر خصوصي شرکتونو د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.


وړاندې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو له لارې به په بدخشان، بغلان او بادغیس ولایتونو کې یو شمېر استنادي دیوالونه او ساختمانونه جوړ شي.

Читайте на сайте