World News in Pashto

دکونړ د ولایتي شورا یو غړی او یو دیني عالم په یوه برید کې وژل شوي

دکونړ د ولایتي شورا یو غړی او یو دیني عالم په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي.

برید نن جمعه له غرمې وروسته دوه بجې د وټه پور ولسوالۍ شنیګام سیمه کې شوی دی.


د کونړ د والي ویاند غني مصمم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړې چې د ولایتي شورا غړی شاولي همت یوې جنازې ته پر لاره و.


هغه وویل چې برید کې شاولي همت او یو بل دیني عالم مولوی عبد الرحمن وژل شوي او د ولایتي شورا د غړي یو ساتونکی زخمي دی.


تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.


د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې پر شاولي برید د جنازې سیمې ته نېږدې و چې پلي ځانمرګي پرې چاودنه کړې ده.

Читайте на сайте