سوات: د ټراوټ کبانو تولید مخ په زیاتېدو دی
د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ اداره وايي چې په سوات کې د شدت پسندۍ او سېلابونو له وجې چې د ټراوټ ماهيانو توليد اغېزمن شوی وو هغه بېرته په ښه کېدو دی او په راتلونکي کال کې به د ټراوټ توليد يا پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.