World News in Pashto

په سمنګان کې ټرافیکي پېښې په یوه کرولا کې ټول سپاره کسان وژلي

په سمنګان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې په یوه کرولا موټر کې ټول سپاره کسان وژلي دي.


د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د پنجشنبې په ماښام هغه مهال وشوه چې یو کرولا ډوله موټر د سمنګان – بغلان پر لاره له یوې بار وړونکي لارۍ سره ټکر شو.


نوموړي د پېښې علت د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطي او له ټاکلي اندازې زیات سرعت بللی دی.


د یادونې وړده چې په افغانستان کې د سړکونو خرابولی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت ډېر کله د مرګونو ټرافیکې پېښو سبب کېږي چې هر کال په‎کې سلګونه کسان مري.

Читайте на сайте