World News in Pashto

په بغلان کې ټرافیکي پېښې یو تن وژلی او ۹یې ټپیان کړي

په بغلان ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې، یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.


د دغه ولایت د ټرافیکو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د مرکزي بغلان د چهارشنبې‌تپه په سیمه کې شوې ده.


د بغلان ولایت د ټرافیکو مدیر محمد نبي‎زاده وايي، په پېښه کې چې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ښځې او ماشومان هم ټپیان دي.


ښاغلي نبې‎زاده ویلي، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي وه.

Читайте на сайте