World News in Pashto

نړیوال څارونکي: د اذربایجان په انتخاباتو کې درغلۍ شوي

 نړیوال څارونکي وايي، د اذربایجان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې مستبد الهام علي اف په کې د څلورم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه منتخب شو، جدي او پراخې درغلې او سرغړونې شوي دي.


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان نن په خپل راپور کې وویل چې د اذربایجان انتخابات له جدي درغلیو او سرغړونو سره مل و او دا پروسه په شفاف ډول نه ده ترسره شوې.


د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، د ولسمشرۍ په دې انتخاباتو کې ریښتیي سیالي نه وه.


د اذربایجان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن اعلان وکړ چې الهام علی اف څه د پاسه ۸۶په سلو کې رای اخیستي او د هغه نېږدې سیال یوازې درې فیصده رای ګټلي دي.


د اذربایجان د حکومت اپوزېسیون، د بشر د حقونو ډلو او لوېدیځو هېوادونو پر الهام علي اف په دوامداره توګه د ازادو رسنیو د ځورولو، خبریالانو او سیاسي مخالفانو د شکنجې او ځورولو له امله سخت انتقادونه کړي دي.

Читайте на сайте