World News in Pashto

د جوزجان په درزاب کې د یوسف په نوم د داعشانو قوماندان وژل شوی

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو یو پېژندل شوی قوماندان، یوسف چې په خنجر مشهور و، وژل شوی دی.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو اته څلوېښت ساعتونو کې په درزاب کې د داعش د وسله والو پر ضد په شدیدو عملیاتوکې ۳۳ وسله وال وژل شوي دي.


د رضايي په وینا، په عملیاتو کې د داعش د وسله والو یو پېژندل شوی قوماندان، شبیر زخمي شوی دی.


رضايي وویل چې درزاب ولسوالي بېګا شپه د داعش له وسله والو پاکه شوه.


د افغانستان امنیتي ځواکونو مخکې ویلي و چې په شمالي ولایتونو کې د داعش لوی قوماندان، قاري حکمت وژل شوی دی.

Читайте на сайте