World News in Pashto

امریکايي چارواکو ۳۸۰۰ لرغوني اثار عراق ته وسپارل

امریکايي مقاماتو هغه ۳۸۰۰ لرغوني اثار پرون عراق ته وسپارل چې له دغه هېواده په غیر قانوني توګه قاچاق شوي وو.


د متحده ایالاتو د ګمرګ چارواکو دا تاریخي اثار په واشنګټن کې د عراق سفیر ته د هغه په کور کې وسپارل.


د عراق دا لرغوني اثار په امریکا کې د هوبي لوبې په نوم د تاریخي او هنري اثارو یوې کمپنۍ پېرلي وو.


دغې کمپنۍ په تېر جولای میاشت کې موافقه وکړه چې له عراقه قاچاق شوي لرغوني اثار به بېرته سپاري.


دې کمپنۍ دغه‌راز د امریکا د عدليې وزارت په یوې قانوني دعوه کې درې میلیونه ډالر هم ورکړي دي.

Читайте на сайте