World News in Pashto

په غزني کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني کې شااوخوا ۸۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل.


د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د غزني په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په ۳۰۰ ښځینه او ۵۰۰ نارینه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل.


نوموړی وايي چې دغه تخمونه د مېوو او سبزیو وو .


د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کال ترپايه د هېواد په کچه، د ۵۰۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت، څه باندې ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ووېشي.


د دوی په خبره، په دې سره به د بزګزانو حاصلات ښه او په کورني اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

Читайте на сайте