World News in Pashto

ریال مادرېد د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای‎ته ورسوله

ریال مادرېد د بارسلونا په کوربه‎توب د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای‎ته ورسوله.


دغه په زړه پورۍ سیالۍ چې تېره شپه په نیوکمپ سټډیوم کې وه، لوبه دوه د دوه پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.


د لوبې لومړۍ نیمايي یو د یو مساوي اعلان شوه چې د بارسلونا لوبغاړی لوئیس سوارس او د ریال مادرېد پرتګالي لوبغاړی رونالدو یو-یو ګول ووهه.


په دوهمه نیمه کې لیونل مسي او ریالي لوبغاړی بیل ګول وواهه په‎دې ډول لوبه ۲ د۲ پر وړاندې مساوي شوه.


بارسلونا د۸۷ امتیازونو په درلودو سره د لالیګا جدول په سر کې او ریال مادرېد په دغه جدول کې خپل درېيم کتار کې پاتې شو.

Читайте на сайте