World News in Pashto

د ارمنستان پارلمان نیکول پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه وټاکه

د ارمنستان پارلمان د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.


پاشینیان ته د پارلمان ۵۹ غړو موافقې او ۴۲ مخالفې رأیې ورکړي.


د مې په لومړۍ نېټه تر لومړي ځل رأیې اچونې وروسته چې هغه بریالی نشو، په پارلمان کې د واکمن جمهوریپال ګوند مشر وویل چې په بل ځل کې به د دې ګوند یولس غړي هغه ته رأیې ورکړي.


پاشینیان په دې هېواد کې د بدلون راوستو لپاره له څو اوونیو راهیسې اعتراضي مظاهرې تنظیم کړې وې.

Читайте на сайте