World News in Pashto

چارواکي: طالبانو د ارزګان-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د ارزګان-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند امان‌الله خوش‌دل نن چهارشنبه ماسپښین مهال ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان-کندهار دغه لویه لاره د کندهار په مربوطاتو کې د اردو بلاغ په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.


نوموړی وايي چې په یاده سیمه کې تېره ورځ د وسله‌والو طالبانو او پولیسو ترمنځ هم نښته رامنځته شوې چې په‌کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو په اړه‌یې کره معلومات نه‌لري.


هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د امنیه قوماندانۍ او د ولایت مقام له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالي نه‌شوو.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه‌دي ويلي.

Читайте на сайте