World News in Pashto

د اسرائیل پوځ وایي، په سوریه کې یې د ایران د پوځ مرکزونه ویشتلي

د اسرائیل پوځ وايي چې په سوریه کې یې د ایران د پوځ ګڼ شمېر مرکزونه په توغندیو ویشتلي دي.


اسرائیل د دې اقداماتو خبر وروسته له هغه ورکوي چې د ګولان په لوړو کې پرون نېږدې شل توغندي ولګیدل.


اسرائیلي چارواکو وویل، دا توغندي د ایران د سپاه پاسداران ځواک په امر توغول شوي وو.


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په یوه پیغام کې چې رسنیو خپور کړ، وویل چې د دې توغندیو هدف د ایران د برید په وړاندې ځواب و.


نوموړي وویل:


"ایران له خپل حده واوښت، زموږ اقدام ځوابي و، زموږ پوځ په سوریه کې د ایران پر اهدافو پراخې حملې وکړې، د ایران اقدامات ناکام شول، د اسرائیل په قلمرو کې یو توغندی هم ونه لګېد، زموږ پالېسي روښانه ده، ایران ته به اجازه ورنکړو چې په سوریه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي."


د اسرائیلو د پوځ ویاند پرون خبریالانو ته وویل، د اسرائیل پوځ هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د ایران استخباراتو، لوژستیک او موټرو کار ترې اخیست، ویاند ادعا وکړه چې د دې حملې امر د سپاه پاسداران ځواک مشر قاسم سلیماني ورکړی و.

Читайте на сайте