World News in Pashto

ازبکستان د اپوزيسیون او بشري حقونو یو فعال له زندانه خوشې کړی

ازبکستان د اپوزیسیون او بشري حقونو یو فعال له څلور کاله بند وروسته له زندانه خوشې کړی دی.


د بشري حقونو ډلو ویلي چې فخرالدین طلایېف چې د «ازادي» په نوم د ګوند فعال و، د سیاسي انګېزو پر بنسټ بندي شوی و.


نوموړی د شنبې په ورځ له زندانه خوشې شو.


طلایېف په‎داسې حال کې له زندانه خوشې کېږي چې د ازبکستان نوي ولسمشر شوکت میرضیایف په‎دې هېواد کې د اسلام کریموف د تر دوو لسیزو زیاتې ځپونکې واکمنۍ وروسته د اصلاحاتو ژمنه کړې.


همدارنکه له زندانه د دې ازبک فعال خوشې کېدل تر هغې مخکې دي چې ټاکل شوې ازبک ولسمشر راتلونکې چهارشنبې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.


دا به لومړی ځل وي چې میرضیایف د ازبکستان د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته ځي. 


فخرالدین طلایېف د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د انساني قاچاق په تور په اته کاله بند محکوم شوی و. 


نوموړي د ازادي راډیو ازبکې څانګې ته ویلي، په‎داسې حال کې چې د بند موده یې پاتې وه، د شنبې په ورځ ورته وویل شول چې ته ازاد یې.

Читайте на сайте