World News in Pashto

د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د روسيې له ولسمشره مننه وکړه

د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د هغه څه په خاطر د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين مننه وکړه چې ده په ارمنستان کې د وروستي سياسي تحول پر مهال، د روسيې متوازن دريځ بللى دى.


د ارمنستان په پلازمېنه ايروان کې وروستى سياسي تحول د دې سبب شو چې پاشينيان د ارمنستان د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي.


هغه ډاډ څرګند کړ چې د مسکو او ايروان ترمنځ ستراتيژيک شراکت به انکار نه منونکى وي.


د دواړو مشرانو په کتنه کې پوتين هغه ته د بريا هيله وکړه او ويې ويل چې هيله مند دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پراخې شي.


وروسته له هغې چې پاشينينان د پارلمان له خوا د صدراعظم په توګه انتخاب شو او په دې توګه په ارمنستان کې د څو اوونيو حکومت ضد مظاهرې پاى ته ورسېدې، دا له پوتين سره د پاشينيان لومړۍ کتنه ده.

Читайте на сайте