World News in Pashto

بلخ کې د برښنا د ستونزې په اړه غضنفر شرکت کار پیلوي

په پام کې ده چې په بلخ ولایت کې تولیدي فابریکو ته د برښنا ستونزې د هوارۍ په هدف غضنفر شرکت په‎دې برخه کې په کار پیل وکړي.


د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي‎زاده نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې شرکت له فعالیت سره به ۵۰ مېګا واټه برښنا تولید او په صنعتي پارک کې به پر فابریکو وویشل شي.


سپاهي‎زاده وايي چې اوس‎مهال د دغه شرکت ماشین‎الات او نور لازم وسایل موجود دي او کله چې يې د ځمکې ستونزه هواره شي، عملاً به برښنا تولید کړي.


د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې د برښنا پر دغه پروژه ۷۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

Читайте на сайте