World News in Pashto

روان کال د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کاریزونه رغېږي

د روان ۱۳۹۷کال تر پایه د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغول کېږي.


د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د اوبو ۲۵۰ کارېزونه سروې شوې او پر نورو هم کار روان دی.


ښاغلی هلمندی وايي چې کارېزونه د هېواد د اقتصاد په برخه کې د پام وړ رول لري او پر رغولو سره به يې د وچکالۍ ستونزه حل او په کرنېزو تولیداتو کې زیاتوالی راشي.


نوموړی زیاتوي، په اوسط ډول پر هر کارېز څه باندې ۵۰ زره ډالره لګښت راځي.


د معلوماتو له‎ مخې، پخوا په ټول افغانستان کې د اوبو ۹۷۲۰ کارېزونه موجود وو او تر دوو میلیونو زیاتو کسانو په‎کې کار کاوه.

Читайте на сайте