World News in Pashto

روسی جاسوس سرګي سکریپال له روغتونه رخصت شو

د بريتانيا صحي چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د روسيې يو پخوانى جاسوس چې په مارچ مياشت کې د اعصابو په فلجوونکې مادې مسموم کړاى شوى و، نن له روغتونه رخصت شو.


سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د مارچ پر څلورمه د انګلستان په جنوبي ښار سالزبري کې په بېسد حالت کې وموندل شول.


يوليا تېره مياشت له تداوۍ وروسته له روغتونه رخصت کړاى شوه.


په هغه پېښه کې د پوليسو يو افسر هم چې د سکريپال مرستې ته ورغلى و، په نښه شوى و، چې هغه هم له روغتون څخه رخصت شوى دى.


د بريتانيا چارواکو نه دي ويلي، چې سکريپال او لور يې چېرې لېږدول شوي دي.


 

Читайте на сайте