World News in Pashto

د مولانا جلال‎الدین بلخي په هوايي ډګر کې ۲ قاچقچیان نيول شوي

د مولانا جلال‎الدین محمد بلخي په هوايي ډګر کې دوه تنه نيول شوي چې غوښتل يې هندوستان ته نشه‎يي مواد قاچاق کړي.


د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر د پولیسو قوماندان خان محمد مطمئن د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دې دوو تنو د هیروئینو ۳۶ کېپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې هند ته یې قاچاق کړي چې پولیسو ونيول او تر نيولو وروسته يې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل.


د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونیو کې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته د نشه‎يي موادو قاچاق ډېر شوی چې یوازې په تېرو درېیو اوونیو کې نېږدې ۲۰ تنه په قاچاقو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

Читайте на сайте