World News in Pashto

په روسیه کې د الکسي ناوالني دوه همکاران نیول شوي

په روسیه کې د سیاسي اپوزسیون د مشر او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د زنداني مشر الکسي ناوالني د رسنیو د چارو مسئوله کیرا یارمیش بیا پولیسو نیولې ده.


د خپلواکو رسنیو په حواله، پر یوټیوب د ناوالني د خپرونو مسئول، رسلان شاوي دینوف هم نیول شوی دی. 


د مسکو پولیسو د ناوالني دواړه همکاران نن سې شنبه د پولیسو سټېشن ته بیولي دي.


شاوي دینوف نن پر ټوېټر ولیکل چې پولیسو په مسکو کې هغه له خپله کوره دباندې نیولی دی.


د ناوالني په مشرۍ، له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټ مسؤل ایوان ژادنوف نن وویل چې دواړه نیول شوي همکاران یې تورن دي چې د مې میاشتې په پنځمه نېټه یې د جمهوري رئیس ولاديمیر پوتین پر ضد لاریون تنظیم کړی و.


ناوالني پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د ولادیمیر پوتین د لوړې تر مراسمو دوه ورځې مخکې د مې میاشتې په پنځمه نېټه، په ټوله روسیه کې لاریونونه وکړي.

Читайте на сайте