World News in Pashto

اسرائيل د حماس د بندي غړو د فوټبال د لوبو د نه لیدو غوښتنه کړې

د اسرائیل د عامه امنیت وزیر د هېواد د زندانونو له ادارې غوښتي چې هغه فلسطيني بندیان چې د حماس غړي دي، د ټلویزیون له لارې د فوټبال د نړیوال جام د راتلونکو سیالیو له لیدو بې برخې کړي.


ګیلاد اردان د یکشنبې په ورځ وویل، نیت نه لري چې د حماس غړي زموږ په زندانونو کې د نړیوال جام له مسابقو خوند واخلي، په داسې حال کې چې اسرائیلي یرغمل او سرتېري په غزې تړانګه کې ساتل کېږي.


د فوټبال د نړیوال جام لوبې د جون له ۱۴مې د جولای تر ۱۵ مې د روسیې په مختلفو ښارونو کې ترسره کېږي چې په نړۍ کې به یې ډېرکسان د ټلویزیونو له لارې ګوري.


د اوسنیو مقرراتو له مخې، په اسرائیل کې بندیان حق لري چې ټلویزیون وګوري، خو اردان وویل چې دې په دې اړه څېړنه کوي چې که امکان ولري چې دغه مقررات د نړیوال جام لوبو له پیلېدو سره بدل کړي.


ویل کېږي چې په اوس وخت کې د اسرائیل په زندانونو کې شااوخوا شپږنیم زره فلسطینیان بندیان دي، که څه هم ټول بندیان په حماس پورې چې په غزې تړانګې واکمنه ده، نه دي تړلي.

Читайте на сайте