World News in Pashto

د سمنګان د ولايتي روغتون رئیس ووژل شو

چارواکي وایي،د سمنګان د ولايتي روغتون رئیس ووژل شو.


د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، د ډاکټر اکرام الدين وکيل زاده په موټر کې مقناطيسي بم ځای پر ځای شوی و.


نن شااوخوا لس بجې دی له خپله کوره د روغتون پر لور روان و چې په موټر کې يې چاودنه وشوه.


په چاودنه کې ښاغلی وکيل زاده ووژل شو او موټر چلوونکی يې ټپي شو.


د سمنګان د والي د وياند په وينا، ښاغلی وکيل زاده د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد هم و.

Читайте на сайте