World News in Pashto

نتانياهو په سوریه کې د ایراني پوځ د نه‌حضور په اړه ملاتړ غواړي

د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتانياهو ويلي، دی به په دې اړه چې ايران بايد په سوریه کې هېڅ پوځي حضور ونه‌لري، له اروپايي قدرتونو څخه ملاتړ وغواړي.


نتانياهو وويل چې دی به راتلونکې اوونۍ اروپا ته د سفر پر مهال پر جرمني او فرانسوي مشرانو په سوريه کې د ايران د حضور د کمولو پر مسئله ټينګار وکړي.


په وروستيو مياشتو کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د حلب، دمشق او نورو سوري مرکزونو کنټرول په تر لاسه کولو کې ښه پرمختګ کړی دی.


اسرائيل خبرداری ورکړی چې ايران په سوریه کې خپل نظامي حضور پراخوي.

Читайте на сайте