World News in Pashto

په غزني کې دوو جلا بریدونو یو پولیس او یو ملکي وګړی وژلي

په غزني ولایت کې دوو جلا بریدونو یو پولیس او یو ملکي وګړی وژلي دي.


د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل نا معلومو وسله والو د غزني په مرکز کې پر پولیسو ډزې وکړې چې یو پولیس يې مړ او بل يې ټپي کړ.


د نوموړي په خبره په جغتو ولسوالۍ کې د وسله والو لخوا د هاوان په مرمیو یو دولس کلن هلک وژل شوی او یو بل ملکي وګړی ژوبل شوی دی.


په غزني ولایت کې دولت ضد وسله والو تر اوسه ددې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.


 


 

Читайте на сайте