World News in Pashto

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم حمله شوې

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د موټر بم حمله شوې ده.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، بریدګر غوښتل د موټر سره د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي، خو د امنیتي سرتېرو لخوا یې مخه نیول شوې ده.


عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په پېښه کې درې ملي پولیس سطحي ټپیان شوي دي.


تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.


 

Читайте на сайте