لاوروف د شمالي کوریا له مشر او خپل کوریايي سیال سره وکتل
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر نن په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
لاوروف په داسې وخت کې له شمالي کوریا کتنه کوي چې د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ کتنې ته چمتووالی نیول کېږي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټرپاڼه ویلي دي چې لاوروف له مسکو څخه کېم جونګ ته د کتنې په اړه د ولسمشر ولادیمیر پوتین بلنه هم ورکړه.
پیونګ یانګ ته د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سفر د مسکو یوه هڅه بلل کېږي چې غواړي وښيي له امریکا او جنوبي کوریا سره د شمالي کوریا په ډیپلوماتیکو تماسونو کې روسيې رول لوبولی دی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې وروسته لاوروف وویل، مسکو د دواړو کوریاګانو او د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ له تماسونو هرکلی کوي.
روسیه او شمالي کوریا په خپلو کې لنډه پوله او دوستانه اړیکې لري.