World News in Pashto

د پاکستان ولسمشر هغه قانون چې قبایل د پښتونخوا برخه ګرځي توشېح کړ

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن هغه قانون توشېح کړ چې له مخې يې قبایلي سیمې د خېبر پښتونخواه برخه ګرځي.


د دې قانون له مخې به د قبایلي سیمو شااوخوا پنځه میلیونه وګړي له هغو حقوقو برخه‌مند شي چې د پاکستان هر وګړی يې لري.


تر دې مخکې له خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو د یوځای کولو طرحه د پاکستان پارلمان او د خېبر پښتونخواه اسامبلۍ تصویب کړه.


د پاکستان قبایلي سیمې چې تر دې قانون مخکې د مرکزي حکومت له‌خوا اداره کېدې ۷ اجنسۍ لري چې پکې باجوړ، خیبر، مومند، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، اورکزۍ او کرمه شامل دي.

Читайте на сайте