World News in Pashto

ارګ د زابل د والي خیال محمد حسیني استعفا منلې

د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې جمهوري ریاست د زابل د والي خیال محمد حسیني استعفا منلې ده.


دې ادارې نن جمعه په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د والي په توګه د ښاغلي حسیني دنده پای ته رسېدلې ده.


د محلي ارګانونو د ادارې اعلامیه وايي، خیال محمد حسیني د شخصي دلایلو او روغتیايي ستونزو له امله، د زابل له ولایته استعفا کړې ده.

Читайте на сайте