World News in Pashto

په کندز کې یو سیمه ییز قوماندان او دوه ساتونکي یې وژل شوي

د کندز ښار اړوند د چرخ اب په سیمه کې یو تن سیمه ییز قوماندان له دوه تنو ساتونکو سره وژل شوی دی.


د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۸ بجې ددې ولایت اړوند د چرخ اب په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله ناصري د له دوه تنو ساتونکو سره د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوي او یو تن ساتونکی یې ټپي شوی دی.


د نوموړی په خبره، وسله والو مخالفانو له برېد وروسته له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي.


خو تراوسه په دې اړه وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте